کابل والي د یکه توت او قلعه زمان خان سیمې له یو شمېر سپین ږیرو او ځوانانو سره کتلي.

کابل والي د یکه توت او قلعه زمان خان سیمې له یو شمېر سپین ږیرو او ځوانانو سره کتلي.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار یکه توت او قلعه زمان خان سیمې یو شمېر اوسېدونکو د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره ولیدل.
یادو مشرانو په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت فعالیتونه وستایل او له خپلو اړوندو مسولینو سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی همدا راز خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه هم له کابل والي سره شریک او د حل غوښتنه یې وکړه.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دوی ته ښه راغلاست وویل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.
کابل والي په خبرو کې وویل؛ د کابل ګڼ نفوسه ښار دی او له همدې امله ځینې ستونزې رامنځته کیږي، خو زموږ هڅه همدا ده چې ستونزو ته رسیدنه وکړو.
اړوند موضوعات
د کابل والي د یاد ښار ۱۳مې ناحیې میشت له اهل تشیع علماوو او قومي مشرانو سره لیدلي.
ښاغلي خالد دوی ته په خطاب کې وویل؛ د ولایت دروازه د ولسونو پر مخ پرانیستې ده، اوس د ولس او حکومت ترمنځ واټن ختم شوی، هر وخت هره ستونزه مو چې درلوده دلته یې موږ سره شریک کولای شئ، ځایي اداره مکلفه ده چې ستونزو ته مو رسېدنه وکړي.






