د کابل والي د یاد ښار ۱۳مې ناحیې میشت له اهل تشیع علماوو او قومي مشرانو سره لیدلي.

0
100

د کابل والي د یاد ښار ۱۳مې ناحیې میشت له اهل تشیع علماوو او قومي مشرانو سره لیدلي.

 

10 جون شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل ښار دیارلسمې ناحیې کې میشت د اهل تشیع هیوادوالو له مشرانو او علماؤ سره کتلي.

 

شیخ قاسم خالد د لیدنې په پیل کې راغلو علماوو د ا.ا له لوري له اهل تشیع هېوادوالو سره د ښه چلند په پار مننه وکړه او خپلې شته ستونزې او وړاندیزونه یې له کابل والي  سره شریک کړل.

کابل والي په دې لیدنه کې اهل تشیع علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه  یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

اړوند موضوعات

کابل والي د بګرامیو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

ښاغلي خالد زیاته کړه؛ افغانستان د سني او اهل تشیع هېوادوالو ګډ کور دی او دا د دیني عالمانو مسولیت ده، چې د هېواد ټول قومونه سره متحد وساتي. کابل والي همدا راز یې زیاته کړه ؛ د قومونو متحد ساتل د دیني علماوو دنده ده.

Leave a reply