ملابرادر اخند: د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې اوس موږ ټول ترینه برخمن یو.

0
119

ملابرادر اخند: د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې اوس موږ ټول ترینه برخمن یو.

جون16 جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د نورو مسؤلینو په ملتیا په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه.

 

خبرزیاتوي چې ملا برادر په همدې پار جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې: د کابل ښار وضعیت تر پخوا ډير ښه شوی او ښاروالۍ د امنیت راتلو له امله د کابل ښار د ښکلا او نظم په موخه ډيرې هڅې کړې چې په سبب یې د ښار بڼه منظمه شوې ده.

 

ده وویل: «د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې سراسري امنیت دی.»

 

نوموړي همداراز څرګنده کړه چې د نویو پروژو له بشپړېدو وروسته به د کابل ښاریان له ډيرو سهولتونو برخمن شي او د ګڼې ګوڼې ستونزه به تر ډیره حل شي.

 

باید وویل شي چې ۵ سترو پروژو کې د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک جوړېدل هم شامل دي، چې چارې یې عملاً نن پيل شوې. دغه پروژه به د یو نیم کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک ۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې ۵۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
یاد لګښت د کابل ښاروالۍ او کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي.

اړوند موضوعات

ملابرادر اخند د سوداګریزو شرکتونو د جواز او ارزونې په موخه مالیې وزارت ته د ښه میکانیزم جوړولو سپارښتنه کړی.

هېره دې نه وي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې لارې سره ونښلول شي.

Leave a reply