ملابرادر اخند د سوداګریزو شرکتونو د جواز او ارزونې په موخه مالیې وزارت ته د ښه میکانیزم جوړولو سپارښتنه کړی.

0
97

ملابرادر اخند د سوداګریزو شرکتونو د جواز او ارزونې په موخه مالیې وزارت ته د ښه میکانیزم جوړولو سپارښتنه کړی.

25 دسمبر 2022

 

‏د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لوري په هیواد کې د صنعت د ودې او سوداګرو ملاتړ په موخه د مالي جرایمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه نن ارګ کې ترسره شوه.

 

یاده غونډه کې د افغان دولت لوړ رتبه مسؤلینو ګډون او ویناوې وکړې او سوداګرو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره یې هلې ځلې اړینې وګڼلې.

یادې غونډې ته د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي بودجې په تشکیل کې د مالیاتو پر اهمیت خبرې وکړې.

 

نوموړي وویل، د سوداګریزو شرکتونو درې کلنې او پنځه کلنې ارزونې او د جوازونو تمدید پروسې سوداګرو ته ستونزې زیاتې کړې دې.

اړوند موضوعات

د مالیې وزیر: د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه سوداګرو او خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول زموږ لومړیتوب دی.

 

هغه زیاته کړه چې په همدې موخه یې مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د اساسي حل لپاره یې یو میکانېزم جوړ او اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

حماد

Leave a reply