ملي دفاع وزارت: د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه ۵۲ تنه مجاهدین فارغ شوي.

0
177

ملي دفاع وزارت: د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه ۵۲ تنه مجاهدین فارغ شوي.

25 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې پع یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوژستیک او مخابرې له مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

 

 

په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ دوه نورې الوتکې ترمیم او الوتنه ورکړی.

 

فارغ شویو مجاهدينو د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولینو څخه مننه وکړه چې د مجاهدینو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Leave a reply