د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ دوه نورې الوتکې ترمیم او الوتنه ورکړی.

د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ دوه نورې الوتکې ترمیم او الوتنه ورکړی.
18 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ له لوري دوه نورې الوتکې ترمیم شوې.
خبر زیاتوي: د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د تخنیکرانو او منسوبينو د شپو او ورځو هڅو په پايله کې دا ځل د «MI-35» او «C-208» دوه نورې الوتکې فعال شوې.
د یاد وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کیږي، چې دغو الوتکو کامیابه الوتنه ترسره کړی.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي
د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې همدا راز د ویجاړو شویو او غیر فعال الوتکو د بيا ځلې فعاليدلو او ترميم بهیر دوام لري او په دې لړ کې لسګونه الوتکې تر اوسه ترمیم شوي.






