د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي 

0
210

د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي 

د دفاع وزارت ویاند رسنيو ته ویلي، دا الوتکې او څرخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې بهرنيو پوځیانو له افغانستانه تر وتلو مخکې ویجاړې یا زیانمنې شوې وې.
نوموړي ویلي چې دا الوتکې او څرخکې اوس الوت ته چمتو دي او د افغانستان هوايي ځواک ورڅخه کار اخلي‌.

 

(2022 / 11 / 26    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواک تخنیکي ټیم ۷۰ الوتکې او څرخکې ترمیم کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند رسنيو ته ویلي، دا الوتکې او څرخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې بهرنيو پوځیانو له افغانستانه تر وتلو مخکې ویجاړې یا زیانمنې شوې وې.
نوموړي ویلي چې دا الوتکې او څرخکې اوس الوت ته چمتو دي او د افغانستان هوايي ځواک ورڅخه کار اخلي‌.

دفاع وزارت دغه خبر داسې محال ورکوي چې څه موده وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل چې د دوی د ځواکونو شمېر ۱۵۰ زره ته رسېدلي، او په وینا یې هڅه کوي چې دغه شمېر نور هم ډیر کړي.

اړوند موضوعات:

د ملي دفاع وزارت د هوایی ځواک عمومي قوماندانۍ د تخنیکي ټیم لوري د 35 MI ډوله چورلکه ترمیم شوه.

د یادونې وړ ده چې، د ملي دفاع وزارت او او کورنیو چارو وزارت د ځواکونو د جلب او جذب په موخه د کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو په مسجدونو کې د دغو دوو وزارتونو په د ځواکونو په لیکو کې د حضور په موخه ځوانانو ته د نوم لیکنې بلنه هم ورکړې ده.

 

 

Leave a reply