د ملي دفاع وزارت د هوایی ځواک عمومي قوماندانۍ د تخنیکي ټیم لوري د 35 MI ډوله چورلکه ترمیم شوه.

د ملي دفاع وزارت د هوایی ځواک عمومي قوماندانۍ د تخنیکي ټیم لوري د 35 MI ډوله چورلکه ترمیم شوه.
16 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د هوایي ځواک قومندانۍ د تخنیکي ټیم له لورې یوه بله چورلکه ترمیم شوه.
خبر زیاتوي چې د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د بېلا بېلو چورلکو ترمیم د دوام په موخه د 35 MI ډوله چورلکه د دغې قوماندانۍ د تخنیکرانو او انجینرانو له لوري ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.
دا په داسې حال کې چې د دې ډول چورلکو زيات شمير نورې هم له دې څخه وړاندې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ د تخنيکي انجنيري ټیم له لوري ترميم شوې دي.
اړوند موضوعات
د هرات په هوايي لوا کې د روسيې MI17 ډوله چورلکه ترمیم او الوتنه یې وکړه.
د دفاع وزارت د هوایي ځواک د تخنیکي ټیم له لورې لسګونه چورلکې تر اوسه ترمیم او اولوتنو ته بشپړې چمتو شوي.
حماد






