د هرات په هوايي لوا کې د روسيې MI17 ډوله چورلکه ترمیم او الوتنه یې وکړه.
د هرات په هوايي لوا کې د روسيې MI17 ډوله چورلکه ترمیم او الوتنه یې وکړه.
25 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې نشر کړي چې د هرات ولایت لوا هوایي کې یوه روسي چورلکه ترمیم او الوتنه یې پیل کړه.
خبرپاڼه زیاتوي د ۲۰۷ الفارق قول اردو د هوايي لوا تخنیکرانو په هڅو او کوښښونو، یوه روسۍ «Mi ۱۷» ډوله چورلکه، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې غیر فعاله وه، بيا ځلې ترمیم کړې.
دغه چورلکه چې د هېواد هوايي ځواک د تخنیکي ټیمونو او تجربه لرونکو انجینرانو له لوري ترمیم شوې، نن يې په بریالیتوب سره د هرات په آسمان کې الوتنه ترسره کړه.
اړوند موضوعات
د افغان دولت ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د ننګرهار نظر آباد پل د جوړولو چارې پیل کړې.
له دې مخکې هم لسګونه الوتکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لورې ترمیم او بیرته فعالې شوي.