د افغان دولت ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د ننګرهار نظر آباد پل د جوړولو چارې پیل کړې.

0
118

د افغان دولت ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د ننګرهار نظر آباد پل د جوړولو چارې پیل کړې.

20 اکتوبر 2022

د افغان دولت د ملي دفاع وزارت پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د ننګرهار او کابل لویې لارې پر سر ډرونټې ته څیرمه د نظر آباد پل جوړیږي.

د افغان دولت د ملي دفاع وزارت له بودیجې د کابل_جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې درونټې ته څیرمه د نظر اباد پل د بیا رغونې چارې پیل شوې.

 

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال ابراهیم اخند وایي چې دملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د هدایت پر اساس به دغه پل په اساسي ډول په شلو ورځو کې ورغول شي.

اړوند موضوعات

کابل–جلال آباد لویه لار د نظرآباد سیمې کې د پلۀ غورځېدو لۀ امله خلک ستونزو سره مخ دي  

 

یاد پل درې میاشتې وړاندې سیلابونو کې ونړیدو، چې تر اوسه همداسې پروت او نه دی رغول شوی.

Leave a reply