کابل–جلال آباد لویه لار د نظرآباد سیمې کې د پلۀ غورځېدو لۀ امله خلک ستونزو سره مخ دي

د دوی په وینا، چې دغې چارې په تګ راتګ کې د سيمې خلکو، د ننګرهار پوهنتون محصلینو، په لار تګ را تګ کوونکو او ډرېورانو ته ستونزې جوړې کړي، محصلین له مسؤلينو څخه غوښتنه کوي، چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې وخت ناوخت پکې د موټرو ازدخام او ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي، چې له امله يې محصلینو او لاره تلونکو خلکوته ستونزو جوړوي.
(2022 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جلال اباد ـ کابل په لويه لار، نظر آباد سيمه کې تخریب شوي پل، محصلین او په لاره تلونکي مسافر له ستونزو سره مخ کړي
د ننګرهار پوهنتون محصلینو انعکاس ته وویل چې، د جلال اباد ـ کابل په لويه لار د اومې ناحيې اړوند د نظر آباد په سيمه کې چې څه وخت وړاندې د سيلاب له امله پل خراب شوى و، لا يې هم د بېرته جوړولو چارې نه دي پيل شوي.