صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف په لکي مروت کې د پوليسو په مرکز د بريد غندنه کړې او د شهيدانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده

0
100

باغی ټي وي رپورټ
صدر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف په لکي مروت کې د پوليسو په مرکز د بريد غندنه کړې او د شهيدانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خپل يو بيان كښې اولس مشر عارف علوي د شهيد پوليس افسرانو د درجو د لوړولو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كولو په مهال د شهيد پوليس اهلكارو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه او وې ويل زمونږ هلې ځلې به تر هغه دوام وكړي چې د ترهه ګرۍ پاتې شونې په بشپړه توګه ختمې شوې نه وي.

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي شهيد شوي پوليس اهلکارو ته دخدمت څرګندونه کوي، پوليس افسرانو او اهلکارو د ترهه ګرئ په ضد ستري قربانۍ ورکړي دي۔

هغه وويل دترهگرو، دهغوي دملگرو او سهولتکارانو ختمول دحکومت لمړۍ ترجيح ده دخيبرپښتونخوا حکومت دې دشهيد پوليسو کورنيو ته دشهادت پيکج ورکړي.د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان هم په لکي مروت کې د پوليسو پر مرکز د تروريستي بريد په کلکه غندنه کړې او له اړونده چارواکو يې په دې اړه راپور غوښتی دی.

وزيراعلي محمود خان دغه بريد يوه ډېره غمجنه پېښه بللې او ويلي يې دي چې د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي، په بريد کې ژوبل شوي پوليس اهلکارو ته دې غوره طبي مرستې ورکړل شي.

ياده دې وي چې په لکي مروت کې دپوليسو په مرکز بريد کې 4 افسران شهيدان او 4 ژوبل شوي وؤ.

Leave a reply