په عراق کې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۸ پولیس وژل شوي دي.

0
220

باغی ټي وي رپورټ
په عراق کې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۸ پولیس وژل شوي دي.

تسنیم خبری آژانس د امنیتی سرچینو په حواله ویلی چې دغه بمی چاودنه د عراق په شمال ختیځ ښار کرکوک کښې وشوه.
دسرچينو له مخې دغه چاؤدنه له کرکوک څخه شل کيلومتره لرې دصفارا په کلي کې هغه مهال وشوه کله چې دپوليسو يو کاروان ددغه ځايې څخه تير شو.

د چاودنې په پایله کې ۸ تنه پولیس ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

Leave a reply