د سالنګونو تونل کې د اورلګیدنې له امله شهیدانو او ټپیانو سره اسلامي امارت ژوره خواشیني ښودلې.

0
206

د سالنګونو تونل کې د اورلګیدنې له امله شهیدانو او ټپیانو سره اسلامي امارت ژوره خواشیني ښودلې.

 

18 دسمبر 2022

 

د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه یوه تازه اعلامیه کې د سالنګونو تونل کې رامنځته شوې اورلګیدنې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړی.

 

نوموړي ویلي: په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سالنګ په تونل کې دننه د ترافیکي پیښې له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان او ۳۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

 

اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي ښیي او په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته له الله تعالی څخه فردوس جنت، زخمیانو ته  کامله شفاء او کورنیو او دوستانو ته یې  صبر جمیل غواړي.

اړوند موضوعات

سالنګ کې د تیرې شپې د اور لګېدنې په پېښه کې ۳۹ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي: همداراز په ټولو اړونده ادارو باندې غږ کوي، چې د داسي ناوړه پیښو د تکرار په مخنیوي کې لا ډیرې او جدي هڅې وکړي.

Leave a reply