سالنګ کې د تیرې شپې د اور لګېدنې په پېښه کې ۳۹ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

0
161

سالنګ کې د تیرې شپې د اور لګېدنې په پېښه کې ۳۹ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

18 دسمبر 2022

 

تېره شپه نهه بجې د سالنګ تونل کې د یوه ټانکر موټر د اور اخیستو له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوې چې له امله یې مسافرو او موټر چلوونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي دي.

 

د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: چې دننه په تونل کې په پوره ډول اور مهار شوی او د سالنګ وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

 

ښاغلي مصباح وویل:« کوم معلومات چې له مونږ سره شریک شوي په دې اور لګېدنه کې نهه مسافر شهیدان شوي او تر دیرشو پورې نور ټپيان شوي دي، البته د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر ښه دی ، ځينې یې برسیرن ټپيان شوي او یو شمیر مسافر یو د ډېر دود له امله مسموم شوم شوي چې هغه هم مونږ د ټپيانو په ډله کې شمېرلي دي.

 

په ورته مهال د بغلان امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسؤل مولوي شیراحمد برهاني وویل، چې د بغلان امنیې قومندانۍ او د خنجان ولسوالۍ د قومندانۍ پرسونل شمالي سالنګ ته د پېښې دټپيانو سره د مرستې او د ژغورنې عملیاتو په موخه تللي او تر ډېره پورې پولیسو مسافرو له سوځېدو ژغورلي دي.

اړوند موضوعات

 د سالنګ په ګډون په شپږو ولایتونو کې د سختو واورو د ورېدو اټکل شوی دی

دسالنګونو د حفظ او مراقبت د برخې مسؤلین هڅه کوي چې ژر تر ژره د سالنګ د پاکېدو عملیات ترسره او لاره د مسافرو پر مخ خلاصه کړي.

Leave a reply