اسلامي امارت: کومې مؤسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي، د هیواد د قوانینو په رعایت مکلفې دي.

اسلامي امارت: کومې مؤسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي، د هیواد د قوانینو په رعایت مکلفې دي.
25 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه کابل کې د امریکا شارژدافیرې او نور بهرنیو چارواکو خبرو چې د غیر دولتي مؤسسو کې ښځو کارمندانو د کار بندیز په اړه یې کړی وی، غبرګون ښودلی.
نوموړي لیکلي: امریکايي چارواکي باید زموږ کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
هغه ویلي: کومې مؤسسې چې افغانستان کې فعالیت لري زموږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.
نوموړي زیاته کړی چې موږ اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د اسلامي امارت د پرېکړو په اړه بې مسؤولیته خبرې یا تهدید وکړي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: کورني او بهرني غیردولتي مؤسسې دې د خپلو ښځینه کارمندانو دندې تر امر ثاني وځنډوي.
یاده دې وي چې تیره ورځ د اقتصاد وزارت له لورې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس په غیردولتي مؤسساتو کې د ښځینه کارکوونکو دندې تر امر ثاني پورې وځنډول شو، چې یاد فرمان د بهرنیانو له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.
حماد






