د مالیې وزیر: د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه سوداګرو او خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول زموږ لومړیتوب دی.

د مالیې وزیر: د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه سوداګرو او خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول زموږ لومړیتوب دی.
25 دسمبر 2022
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت په نوښت د «مالي جرمونو څخه معافیت او له صنعت او تجارت څخه د ملاتړ» تر سرلیک لاندې د صنعت د ودې او له تجارت څخه د ملاتړ په موخه غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په قصر سلام خانه کې ترسره شوه.
یادې غونډه کې د اسلامي امارت لوړرتبه مسؤلینو ګډون او ویناوې وکړی، چې د همدغو ویناوو په لړ کې د یادې غونډې د جوړولو نوښتګر مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري هم وینا وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د خپلې پرانیستونکې وینا په ترڅ کې وویل: د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د سوداګرو او خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو پر بنسټ به د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي.
نوموړي همدا راز وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابت شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس د تاجرانو او شرکتونو مخکیني مالی جرمونه دغو سوداګر او شرکتونو ته د دوی د هڅونې او تشویق په موخه معاف شول.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ غونډه ترسره کړی.
یاده غونډه کې نورو لوړ رتبه مسؤلینو هم خپلې ویناوې وکړې او د اقتصاد ودې او پرمختګ لپاره یې هلې ځلې اړینې وګڼلې.
حماد






