اسلامي امارت په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ غونډه ترسره کړی.

0
88

اسلامي امارت په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ غونډه ترسره کړی.

25 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې نن په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ غونډه جوړه کړی وه.

یاده غونډه کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کي ترسره سوه، د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو، ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ انورالحق او خصوصي سکټور یو شمېر استازو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند وویل: مالیات دملي عوایدو په تامینولو کي مهم رول لوبوي، داسلامي امارت مسؤلین ددې تضمین کوي چي مالیه به شفاف راټولیږي له صنعتکارانو او پانګوالو څخه بېځایه مالیه نه اخیستل کیږي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د ایران له سرپرست سفیر او مل پلاوي سره وکتل.

همدا راز د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری وویل: سوداګر او پانګه وال د هيواد اقتصادي اتلان دي او د مالي جرایمو د معافیت موخه د صنعت او سوداګرۍ څخه ملاتړ، د اسانتياوو چمتو کول او د خدماتو وړاندې کول او د خلکو د ستونزو حلول دي.

Leave a reply