کلیو پراختیا وزارت کاپیسا او پروان ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
18 جون یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت پروان او کاپیسا ولایتي ریاستونو تر چتر او نظارت لاندې نړیوال خوراکي پروګرام په مرسته ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.
خبر زیاتوي چې د AWARD مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د (۶۵۰) اړمنو کورنیو لپاره پیل شوې.
په یادو خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶،۳۰۰ کیلو دال او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي شامل دي.
اړوند موضوعات
د کلیو بیا رغونې وزارت کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۱ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
همدا راز د بشري مرستو او د اقتصاد د پیاوړتیا (HEERO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) نقدي مرستې د کاپیسا ولایت په حصه اول او دوهم کوهستان ولسوالیو کې د (۱۷۹۹) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۳۷۰۰) افغانۍ نقدې پیسې وویشل شوې.










Leave a Reply