د کلیو بیا رغونې وزارت کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۱ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
97

د کلیو بیا رغونې وزارت کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۱ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

17 جون شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سمنګان او کاپیسا ولایتي ریاستونو په نظارت او همغږۍ، د بشري مرستو او د اقتصاد د پیاوړتیا (HEERO) مؤسسې له خوا د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي او تگاب ، نجراب او کوهبند ولسوالیو کې د (۶۱۶۰) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې. په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶،۲۵ کیلو دالنخود، ۵ لیټره غوړي او ۱،۵ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

 

 

همدا راز د (HIA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د سمنګان ولایت په رویي دوآب او دره صوف بالا ولسوالیو کې د (۴۳۲۸) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت بغلان او تخار ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي او (۶،۲۵) کیلو دال نخود وویشل شول.

Leave a reply