کلیو پراختیا وزارت بغلان او تخار ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت بغلان او تخار ولایتونو کې د نیږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
16 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د بغلان او تخار ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ASIO) مؤسسې په همکارۍ د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ( 3411) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه، 5 لیټره غوړي او 6 کیلو دال وویشل شول.
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د تخار ولایت په کلفگان ولسوالۍ کې د (۱۰۱۷) اړمنو کورنیو سره چې د تطبیق کوونکې مؤسسې شلتر فارلایف له خوا مخکې پیژندل شوي وو، د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د WFP مؤسسې د اجرائیوي رئیس له مرستیال سره کتلي.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، سوپر سریال او پلمپي وویشل شول. یاد بهیر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د تخار ولایت په نورو ولسوالیو کې دوام لري.