د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د WFP مؤسسې د اجرائیوي رئیس له مرستیال سره کتلي.

0
224

د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د WFP مؤسسې د اجرائیوي رئیس له مرستیال سره کتلي.

15 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو دبیارغوني او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس له مرستیال ښاغلي کارل سکاو ، په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې آغلې شا ويلي او مل پلاوي سره وکتل.

 

د یادي ليدنې په پیل کې په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس مرستیال ښاغلي کارل سکاو د (WFP) د فعالیتونو او کارې پلانونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیرصاحب ته معلومات ورکړل او خپلې شته ستونزې یي له وزیر صاحب سره شریکې کړې.

 

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام هڅي د ستایلو وړ دي.

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

 

ښاغلي وزیر همداراز وویل چې د مرستو په ویش کې د پوره شفافیت څخه کار واخلئ او نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې اسلامې امارت د داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو د فعالیت د انسجام چارو د سمون طرزالعمل لري، چې د یاد طرزالعمل له مخې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply