د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

0
99

د کلیو پراختیا وزارت زابل او کندز ولایتونو کې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

14 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کندز او زابل ولایتي ریاستونو له لورې نیږدې ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د ASIO مؤسسې په همکارۍ د نړيوال خوراکي پروګرام WFP مرستې د کندز ولایت د ګل تپې ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ۶۲۷ اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵ کیلو غوړي، ۶،۲۵ کیلو دال نخود، ۱،۵ کیلو سوپرسیریال او ۱ کیلو پلمپي وویشل شول.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت جوزجان او بلخ ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ADA) مؤسسې له خوا د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې (۶۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) کیلو غوړي او (۶) کیلو دال وویشل شول.

Leave a reply