کلیو پراختیا وزارت جوزجان او بلخ ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
117

کلیو پراختیا وزارت جوزجان او بلخ ولایتونو کې د نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

13 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د جوزجان او بلخ ولایتي ریاستونو په هڅو نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوی.

خبر زیاتوي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د CHA مؤسسې په همکارۍ د نړيوال خوراکي پروګرام WFP مرستې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ اړوندو سیموکې د ۴۸۵ اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶،۲۵ کیلو دال نخود او ۱،۵ کیلو پلمپي او ۴،۵ کیلو سوپرسیریال وویشل شول.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت نورستان او تخار ولایتونو کې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د (CHA) مؤسسې په همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د (۹۲۹) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵۵ کیلو غوړي، ۶،۲۵ کیلو دال، پلمپي د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او بیسکویټ وویشل شول.

Leave a reply