کلیو پراختیا وزارت نورستان او تخار ولایتونو کې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت نورستان او تخار ولایتونو کې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
13 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د تخار او نورستان ولایتي ریاستونو تر نظارت لاندې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوی.
خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې (۷۵۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ، ۴.۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، ۱،۵ کیلو د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي او ۴،۵ کیلو د ميندو لپاره خوراکي ځانګړي مواد وویشل شول
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د تخار ولایت په خواجه غار او نمک آب ولسوالیو کې د (۱۲۲۶) اړمنو کورنیو سره چې د تطبیق کوونکې مؤسسې شلتر فارلایف له خوا مخکې پیژندل شوي وو، د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت سرپل ولایت کې نیږدې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، سوپر سریال او پلمپي وویشل شول. یاد بهیر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د تخار ولایت په نورو ولسوالیو کې دوام لري.





