کلیو پراختیا وزارت سرپل ولایت کې نیږدې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
123

کلیو پراختیا وزارت سرپل ولایت کې نیږدې ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

6 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپل ولایت ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د سو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د سرپل ولایت په مرکز کې د (۳۶۰) اړمنو کورنیو لپاره وویشل شوې.

 

په یادو خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي او ۶،۲۵ کیلو لوبیا شامل دي چې د تطبیق کوونکې مؤسسې له خوا د اړمنو کورنیو د سروې او پیژندنې وروسته وویشل شول.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د نیږدې ۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د سیکا مؤسسې له خوا د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په آلتی بای عربیه ، قل قلعه ، شیخان ، خراسان ، تاتار ، یلتراب علیا ، میده میز تاتار او کته میز تاتار کلیو کې (۲۰۰) اړمنو کورنیو سره د صحي کیټونو مرسته ترسره شوه. په یادو صحي کیټونو کې ۱۴ قلمه حفظ الصحي توکي شامل دي.

Leave a reply