کلیو پراختیا وزارت ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د نیږدې ۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د نیږدې ۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
3 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د فاریاب او ارزګان ولایتي ریاستونو په همکارۍ او همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ نیږدې ۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته شوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د (KRO) مؤسسې په تخنیکي مرسته د ارزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې (۱۱۱۹) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵۵ لیټره غوړي، ۶،۲۵ کیلو دال، ۴،۵ کیلو سوپرسریال او ۱،۵ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د ( MAAO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې (۲۸۳۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې نیږدې ۲ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۸ کیلودال او ۵ لیټره غوړي وویشل شول.






