کلیو پراختیا وزارت پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې نیږدې ۲ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
کلیو پراختیا وزارت پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې نیږدې ۲ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
30 مئي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت ارزګان او پکتیکا ولایتي ریاستونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته یادو ولایتونو کې د نیږدې ۲ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RHDO) مؤسسې په همکارۍ د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې (799) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه، 5 لیټره غوړي او 6 کیلو دال وویشل شول
همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د (KRO) مؤسسې په تخنیکي مرسته د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ په سیاچوب ، اوبتو، ګلیخار، ساحیل، چلبی، شپلوغ، پاتان، بوم او کاریزونو کلیو کې (۱۱۱۹) بیوزلو او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د کارټونو ویش ترسره شو.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت غزني او زابل ولایتونو کې نیږدې زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
په یاد پروګرام کې (۵۰٪ ) یې د کار په بدل کې کارګرانو او (۵۰٪) يې معیوبینو، یتیمانو، کونډو، سپین ږیرو او اړمنو کورنیو ته په پام کې نیول شوې دي.