کلیو پراختیا وزارت غزني او زابل ولایتونو کې نیږدې زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.

کلیو پراختیا وزارت غزني او زابل ولایتونو کې نیږدې زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړی.
26 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د خوړو نړیوال پروګرام WFP مؤسسې په مالي مرسته زابل او غزني ولایتونو کې اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوی.
خبر زیاتوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ADA) مؤسسې له خوا د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې (۶۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) کیلو غوړي، (۶) کیلو دال او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.
اړوند موضوعات
د کلیو پراختیا وزارت کندز او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
همدا راز په غزنی کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې (۳۷۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي او (۶) کیلو دال وویشل شول.