د کلیو پراختیا وزارت کندز او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

0
59

د کلیو پراختیا وزارت کندز او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

 

23 مئي سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د WFP مؤسسې په مالي همکارۍ کندز او ننګرهار ولایتونو کې تیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د ASIO مؤسسې په همکارۍ د نړيوال خوراکي پروګرام WFP مرستې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ اړوندو سیموکې د ۱۵۶۶ اړمنو کورنیو لپاره و ویشل شوې.

 

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، ۴،۵ کیلو غوړي، ۶،۲۵ کیلو دال نخود او ۱،۵ کیلو سوپر سیریال مرسته ترسره شوه .

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او بادغیس کې له نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FGA) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په کوټ او دوربابا ولسوالیو کې (۱۶۷۲) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۲) پاکټه سوپر سریال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

Leave a reply