د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او بادغیس کې له نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
122

د کلیو پراختیا وزارت سمنګان او بادغیس کې له نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

20 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له لورې په سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د نیږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي پیسو کومک د WFP په مالي ملاتړ ترسره کړی

 

خبرپاڼه کې راغلي چې په سمنګان ولایت کې (۵۵۳) اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په نظارت او همغږۍ، د (HIA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ ترسره شوې.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال نخود، ۱،۵ کیلو پلمپي او (۴.۵) کیلو سوپر سریال وویشل شول.

اړوند موضوعات

د کلیو او پراختیا وزارت پکتیا ولایت کې پر څه باندې ۴زرو بېوزله کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.

 

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د ورلدویژن مؤسسې له خوا د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې (۵۹۹) اړمنو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۱۰۵۰۰) افغانۍ نقدې پیسې وویشل شوې.

Leave a reply