د کلیو او پراختیا وزارت پکتیا ولایت کې پر څه باندې ۴زرو بېوزله کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
د کلیو او پراختیا وزارت پکتیا ولایت کې پر څه باندې ۴زرو بېوزله کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
27 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د پکتیا ریاست یاد ولایت کې څه باندې ۴ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.
خبر زیاتوي د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د (AWCPO) مؤسسو له لوري د پکتیا ولایت په میرزکې او جانیخېلو ولسوالۍ کې پر ۴۰۵۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه ، ۴.۵۵ کېلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کېلو دال او یو پاکټ مالګه مرسته وشوه.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت میدان وردګ سیدآباد کې نیږدې ۱۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.
په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښۀ تطبیق په موخه نظارت ترسره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چاره ترسره کوي او تر مستحقو کورنيو به بشري مرستې ور رسوي.