سیاسي مرستیال په سپیدار ماڼۍ کښې د علماوو سره ناسته

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کښې د پل خمري له یو شمیر علماوو، مخورو او سپین ږیرو سره ملاقات کړې دې.
د افغانستان د باختر خبري آژانس د یو رپورټ مطابق د اسلامی امارت سیاسي مرستیا مولوی عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کښې د د پلخمري علماوو سره په یو مهمه غونډه کښې د افغانستان په موجوده صورت حال ټینګار کړې دي.
په دې غونډه کښې د ذکر شوې علاقې او بیله بیلو ولسوالیو علما او نور مخور شخصیتونه هم ناست وو، سیاسی مرستیال مشرانو سره په هیواد کښې جاري وضعیت خبرې وکړه او د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو او نور اړوند ادارو سره ی د مکمل ملاتړ او همکارۍ ژمنه او باور ورکړو.
سیاسي مرستیال هم مشرانو ته ډاډ ورکړو چې د عام اولس به امنیت ټینګ وساتل شی او عام اولس دې هم د امارت اسلامی امنیه قوماندانیو سره همکاري وکړي.
یاده دې وي چې د افغانستان د بیله بیلو ولایتونو کښې ټاکل شوي مشرانو او نورو دولتی اهلکارو په دې ولایتونو کښې علماوو او نورو مسلکی ګروپونو مشرانو ، مخورو او سپین ږیرو سره ملاقاتونه کړي دي ، دې علماوو او مسلکي مشرانو ته د اسلامی امارت مشرانو ډاډ ورکړي چې اسلامی امارت مسوولیت لري چې د عام اولس امنیت وساتي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن په سپېدار ماڼۍ کې د پلخمري له يو شمېر علماوو او قومي سپين ږيرو سره وکتل او د هېواد پر وضعيت يې ورسره خبرې وکړې. pic.twitter.com/JXp7lKdIqI
— BNA Pashto (@bnapashto) October 21, 2021
ددې خبر سره تړلي د افغانستان په اړه نور خبرونه اوګورې.
چین ویلي چې نړۍ دې افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو ملاتړ وکړي





