امارت اسلامی پلاوي د روس بهرنیو چارو وزیر سره ناسته کړې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت یو لوړ پوړې پلاوې د نایب وزیر اعظم مولوی عبدالسلام حنفي په مشرۍ کښې د روس د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړې دې او د افغانستان په اړه ی په مهمو موضوعاتو ټینګار کړې دې.
د اسلامی امارت پلاوی غړو روس د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سرګي لاوروف سره د افغانستان او د روس هیواد ترمینځ د اړیکو له ښه کولو په موضوع ډیرې مهمې خبرې وشو او ژمنه وشوه چې د افغانستان حکومت او روس اړیکې به په موجوده وخت کښې ډیره وده وکړي.
په ملاقات کښې د منطقي ثبات او امن په اړه هم خبرې وشوې او ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونو به د منطقې له امن لپاره فعال کردار ادا کړي او په افغانستان کښې د ښه او خوشحال راتلونکي لپاره به هم د روس حکومت همکاري وکړي.
د ملاقات په آخر کښې د روس د بهرنیو چارو وزیر له طرف نه امارت اسلامی پلاوي ته باور او ډاډ ورکړې شو چې روس به د افغانستان د امن او ترقي لپاره په راتلونکي کښې همکاري وکړي.
یاده دې وی چې چې د روس اولس مشر ولادیمیر پیوټن په یو بیان کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د روس حکومت او فوځیان تجربه لري ، پیوټن زیاته کړې وه چې د افغانستان ستونزه په طاقت او زور نه شي هواریدې او دې لپاره دې سیاسي تګلاره اختیار کړې شي.
۱/۲ ــ نن د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د محترم ملا عبدالسلام حنفي صاحب په مشري په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سرګي لاوروف او مل پلاوي سره وکتل.
په ليدنه کې دواړو لوريو د ښو اړيکو، په سيمه کې ثبات او په افغانستان کې د ښه راتلونکي په اړه تفصيلي خبرې وکړې. pic.twitter.com/7aeQQVBZQk— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 20, 2021
د باغي پښتو ټیلیویژون دې خبر سره تړلي نور خبرو هم په لاندې لنګ کښې اوګورې.
روسیه وايي چې لۀ افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پۀ لټه کې یو






