سمنګان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تیر کال کې لسګونه نشه یي توکو نیولي او کارخونې یې تخریب کړي.

0
112

سمنګان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تیر کال کې لسګونه نشه یي توکو نیولي او کارخونې یې تخریب کړي.

2 اګست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سمنګان ولایت امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په تېر یو کال کې ۲۹۶۰ کیلو نشه یي توکي، چې اپين، پوډر، شيشه، شراب، ومان او نشه یي ګولۍ وې، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترلاسه او سوځولي دي. پولیسو د یادو پېښو پرمهال ۵۰ کسان هم نیولي دي.

 

په ورته وخت کې، یادو پولیسو په سمنګان کې د تېر یو کال راهیسې د نشه یي توکو ۹ کارخوني موندلي او له منځه وړي دي.

 

همدا راز د کابل ښار اتمې حوزې منسوبینو نهه کسان د مبایلونو او موټرو د غلا په تړاو او دوه تنه د ناقانونه وسلو لرلو په تړاو نیولي دي. له دوی، درې موټرونه، یوه ریکشه، درې تفنګچې او میل کلاشینکوف هم تر ګوتو شوي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۱۵۰ جریبه د کوکنارو کښت اړولی یو شمیر نشه‌یي توکي یې له منځه وړي.

 

ورته مهال، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې پولیسو دوه تنه له یو غلا کړي موټر سره نیولي، چې موټر یې بېرته خاوند ته سپارلی دی.

Leave a reply