نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۱۵۰ جریبه د کوکنارو کښت اړولی یو شمیر نشه‌یي توکي یې له منځه وړي.

0
73

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۱۵۰ جریبه د کوکنارو کښت اړولی یو شمیر نشه‌یي توکي یې له منځه وړي.

25 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارز‌ې پولیسو ۱۳۴ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ او اووه جریبه د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې اړولي دي.

 

همداراز، بدخشان کې درې تنه له ۸۱۳ پاکټه نشه یي ګولیو سره او د کندهار په سپين بولدک ګمرک کې یوتن د ۶ کیلو چرسو سره نیول شوی دی. دې ته ورته، ۲۸۰۰ کیلو ومان په سمنګان ولایت او ۴۰۰ کیلو په غور ولایت کې سوځول شوي دي.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان نیولي او ۱۵۰ جریبه کوکنارو کښت یې اړولی.

 

په ورته وخت کې، یادو پولیسو په لغمان ولایت کې ۱۳ کسان په نشو روږدي راټول کړي او د درملنې لپاره یې د پلازمېنې ۵ زره بیستریز روغتون ته لیږدولي دي.

Leave a reply