د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان نیولي او ۱۵۰ جریبه کوکنارو کښت یې اړولی.

0
167

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان نیولي او ۱۵۰ جریبه کوکنارو کښت یې اړولی.

23 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې ۱۴۶ جریبه کوکنار اړول شوي دي.

 

همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۹ کسان په هرات، پينځه تنه په نیمروز، څلور تنه په خوست، دوه کسه په بامیان او دوه تنه د شرابو د پلور په تړاو په تخار کې نیولي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او ۱۶ تنه یې نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

 

په ورته وخت کې، د سمنګان نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو شپږ تنه په نشو روږدي د یاد ولایت له څنډو راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتون ته لیږدولي دي.

Leave a reply