نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او ۱۶ تنه یې نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

0
110

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او ۱۶ تنه یې نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د هیواد په اوو ولایتونو کې شاوخوا ۲۰ جریبه کوکنار اړولي او ۱۶ کسان یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

 

خبر زیاتوي چې له منځه يې؛ یادو پولیسو شاوخوا ۲۰ جریبه کوکنار د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې اړولي او په غور او هرات کې یې له ۸۰ زره کیلو ډېر اوومان بوټي، چې په نشه یي کې کارول کيږي، ترلاسه او سوځولي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو څو تنه د نشه یي توکو پلور په تړاو نیولي او د کوکنارو کښت یې اړولی.

 

په ورته وخت کې؛ پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۹ کسان له ډېرې کچې نشه یي توکو سره په هرات، درې تنه په خوست، دوه تنه په لغمان او بامیان او دوه تنه په ننګرهار کې له ۱۷۰ پاکټه نشه یي ګولیو سره نیول شوي دي.

Leave a reply