نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو څو تنه د نشه یي توکو پلور په تړاو نیولي او د کوکنارو کښت یې اړولی.

0
115

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو څو تنه د نشه یي توکو پلور په تړاو نیولي او د کوکنارو کښت یې اړولی.

12 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ننګرهار کې ۷ کسان د ډېرې اندازې نشه یي توکو سره او ۴ تنه یې په سرپل ولایت کې د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

 

همداراز؛ یادو پولیسو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې نشه یي کروندې اړولي دي.

 

په یو بل خبر کې راغلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې درې تنه په کابل کې د نشه یي توکو او شرابو د پلور په تړاو، یو تن په ارزګان کې له ۷۷ کیلو هیروینو په تړاو، خوست کې درې تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو او یو تن په پروان کې د یادو توکو د پلور په تړاو نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه ځمکه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.

 

همداراز؛ یادو پولیسو د پکتیا ولایت په دیله ولسوالۍ او پروان ولایت سیدخیلو ولسوالۍ کې ۲۰۰ جریبه د کوکنارو کروندې اړولي دي.

Leave a reply