نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه ځمکه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه ځمکه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.
10 جولاي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، ۴۶ جریبه ځمکه د میدان وردګو په جلریز او نرخ ولسوالیو او په لسګونه جریبه نوره ځمکه یې د پروان، بامیانو، سرپل او دایکنډي په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره دمبارزې پولیسو ۵ تنه له ۵ کیلو ګرامه چرسو او ۲۳ دانو تابلیت کا سره په نورستان کې، ۲ تنه د نشه یي توکو کاروباریان په هرات کې او ۳ تنه نور یې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په پروان، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي.
اړوند موضوعات
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو شمیر کسان د شرابو او هیروینو د خرڅلاو په تړاو نیولي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته وخت کې یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ تنه په خوست، دوه تنه په کابل او څلور تنه په هرات کې د نشه یي توکو د جوړولو په تړاو نیول شوي دي.






