د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د افغانستان کڼو له استازو سره کتلي او د دوی ستونزې یې اوریدلي.

0
213

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د افغانستان کڼو له استازو سره کتلي او د دوی ستونزې یې اوریدلي.

2 اګست چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن غرمه د افغان کڼو(ناشنوایانو) له استازو سره د هغوی د لویو ستونزو د حل په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په پیل کې د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال ارګ د ټولو افغانانوکور او کاڼه یې د ټولنې وګړي وبلل.

 

د کڼو یادو استازو په دغه ناسته خوښي څرګنده کړه اوخپلې ستونزې یې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره د حل په موخه شریکې کړې.

 

د ریاست الوزرا د د فتر لوی رئیس له عالي مقام سره د یادو ستونزو د شریکولو او شته امکاناتو ته په پام یې د هغو دحل وعده ورکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس تیره ورځ د یوناما دفتر له سیاسي مسؤل او مل پلاوي سره کتلي.

 

د کڼو استازو په پای کې د رئیس الوزراء لپاره ترتیب شوې تحفې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس ته وسپارلې.

Leave a reply