د ریاست الوزراء د دفتر رئیس تیره ورځ د یوناما دفتر له سیاسي مسؤل او مل پلاوي سره کتلي.
د ریاست الوزراء د دفتر رئیس تیره ورځ د یوناما دفتر له سیاسي مسؤل او مل پلاوي سره کتلي.
28 مارچ سه شنبه 2023
افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د یوناما دفتر له سیاسي مسؤل سکاټ اسمیت او د یاد دفتر د داخلي سیاست مسؤلې آغلې جولین لیني سره په ارګ کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې اسمیت د یوناما دفتر او اسلامي امارت پر اړیکو هر د اړخیز بحث ترڅنګ د اداري فساد د له منځه وړلو او نشه یي توکو سره د مبارزي په برخو کې د اسلامي امارت قاطع تصمیم وستایه او دا یې د افغانان لپاره بریا وبلل.
اسمیت د خپلو خبرو په جریان کې د تېرو سیاسیونو ځینو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، دوئ مخکې کافي وخت او ښه فرصت درلود خو ونه توانېدل له یاد فرصت سمه ګټه پورته کړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په خپلو خبرو کې له ټولو خیریه بنسټونو په ځانګړې ډول له یوناما مننه وکړه چې په سیاسي، اقتصادي، خیریه او نورو برخو کې یې د افغانانو د هوساینې لپاره هڅې کړي دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د اداري فساد او مخدره توکو د شتون او د تېري ادارې کارمندانو ته شکنجې په برخه کې د ځینو سیاسیونو تبلیغات رد او له حقیقت لېرې وبلل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، دا مهال په افغانستان کې د ډاډمن امنیت سربېره هر ډول فساد تقریباً له منځه تللی، ټولو افغانانو ته د خدمت زمینه برابره شوې، هغوی چې هیواد ته د راتګ هیله لري ورته جلا کمېسیون ایجاد او کولای شي آزادانه هیواد ته راستانه شي.
اړوند موضوعات
ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې د یوناما له استازو وغوښتل تر څو په نړیوال دریځ کې د افغانانو او اسلامي امارت رښتنی انځور خپور کړي.