د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمیر مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمیر مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
20 دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ریاست د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ختیځ زون کوچي قوم له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په دغه لیدنه کې مولوي نواب ملاخېل د کوچي قوم د اړتیاؤ او ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل، کوچیان د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ژوند کوي او موږ په شرقي زون کې د کوچیانو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړېدو غوښتونکي یوو.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، موږ ویاړو چې د افغانستان د بېلابېلو اقوامو ستونزې اورو او د حل لپاره یې د خپل وس او توان مطابق کوښښ کوو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسې ته ډاډ درکوم چې د اسلامي امارت مسوولین به ستاسې د ستونزو د حل په موخه خپله نهایي هڅه وکړي او هغه به د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي.





