د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

0
163

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

20 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د اهل تشیع يو شمېر مشرانو سره ارګ کې وکتل.

 

 

یاده کتنه کې مولوي حافظ ذاکرالله د هغوی په استازيتوب د اهل تشيع د ستونزو حل کمېسيون جوړېدو او د هغه اهمیت په اړه معلومات ورکړل وې ويل، کمېسیون د اهل تشیع هیوادوالو یو شمېر ستونزې حل کړي او اهل تشيع اسلامي امارت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

 

یاده کتنه کې سید محمد حسن شریفي بلخابي د اهل تشیع د ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل، موږ د اسلامي امارت او اهل تشیع ترمنځ ارتباطي پُل یوو.

 

په دې کتنه کې د اهل تشيع مشرانو په استازيتوب محمد علي اخلاقي خبرې وکړې او د امنیت تامین، د پردیو فرهنګ لمنځه تللو او د هیواد د اقتصادي ودې لپاره پر روانو هڅو يې خوښي وښوده.

 

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام ټینګښت لپاره قرباني ورکړې ده.

 

نوموړي زیاته کړه: موږ هڅه کوو قومي، ژبنیو او سمتي مسایلو ته له پام پرته ټولو خلکو ته یو برابر خدمتونه وړاندې کړو.

 

ډاکتر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د هیواد ابادي او پرمختګ د ټولو افغانانو مسوولیت دی او اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو کار اهل کار ته وسپاري.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره کتلي.

 

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو پای کې وویل، د اهل تشیع ستونزې به د حل په موخه اړوندو ادارو سره شریکې شي.

Leave a reply