د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره کتلي.

0
99

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره کتلي.

5 مارچ یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په ارګ کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ټولنې ته د خصوصي ښوونځیو خدمتونه وستایل او وې ویل، په اسلامي روحیه او عصري اړتیاوو د نوي نسل روزنه ستاسو مسوولیت دی او موږ په دې برخه کې ستاسو بشپړ ملاتړ کوو.

 

ښاغلي کریمي زیاته کړه، اسلامي امارت د علم او پوهې تږی دی او دې هدف ته د رسېدو لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی.

 

نوموړي وویل: «تاسو د ملت او حکومت ترمنځ د ملاتړي نقش لرئ او د دې هدف پیاوړتیا لپاره باید مسلک، تقوا، تعهد او اخلاقو ته ډېر پام وکړئ.»

 

ورپسې د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس محمد عظیم میدانوال په مفصل ډول د دې سکتور لاسته راوړنې تشریح کړې وې ویل، په ټول هیواد کې له یو تر یونیم میلیون زده‌کوونکي لرو، شاوخوا دوه لکه هیوادوالو ته مو کاري فرصتونه برابر کړي، له عمده مالیه ورکوونکو څخه یو او د زده کوونکو کیفیت ښه والي لپاره مو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.

 

همداراز د دې ټولنې غړو اسلام الدین یارمل او محمد هارون رسولي د خصوصي ښوونځیو مقرره کې د اصلاحاتو راوستو، د جواز دایمي کولو، د متعددو جوازونو له منځه وړلو بانکي تضمین لغوه کولو، د مالیې لوړولو او د ستونزو حل لپاره د یو ګډ کمېسیون جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

 

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیواد او اسلام ته د خصوصي ښوونځیو خدمتونه وستایل زیاته یې کړه پوهنه د ټولنې لپاره د ملا تیر حیثیت لري او اسلامي امارت له نړۍ سره د سیال کېدو لپاره ستاسو هر ډول همکاري کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.

 

ډاکترملا عبدالواسع د دښمنانو تبلیغاتو ته په اشارې وویل، ا.ا د عصري او لوړو زده کړو پلوی دی او هیوادوالو ته په دې برخه کې د امکاناتو او اسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

Leave a reply