د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.

0
106

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په افغانستان کې د ناروې کمېټې له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.

13 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن په افغانستان کې د ناروې کمېټې (NAC) مشر ښاغلي تاریه مګنوسن واتردال په مشرۍ پلاوي سره، چې د دولت په چارو کې د افغانستان لپاره د ناروې مٶسسې استازي مجیب شېرزوی، نجیب کوهي او غفار رحمتي هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.

 

په پیل کې، ښاغلي تاریه مګنوسن واتردال د امنيت تامين او د دوی د کاري ملاتړ له امله د اسلامي امارت مننه وکړه او زياته يې کړه، دغه کمېټه په افغانستان کې د تعلیم او تربیې، مکاتبو جوړولو، صحي خدماتو، کرنې، غذایي مصؤنیت او طبیعي زېرمو ساتلو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

 

نوموړي وويل، د یادې کمیټې ټولې برنامې له حکومت سره په همغږۍ ترسره کېږي او په پورته برخو کې يې د خپلو فعاليتونو په اړه مفصل معلومات شريک کړل.

 

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، پدې حساسو شرایطو کې د افغانانو لپاره ستاسو د خدمتونو قدرداني کوو او د لا زیاتې همکارۍ ډاډ درکوو، خو د ښارونو ترڅنګ لرې پرتې سيمې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

 

ډاکتر عبدالواسع زياته کړه، د څلوېښت کلنې جګړې له وجې خلک له غربت او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خيريه بنسټونو د فعاليتونو ستاينه کوو. د شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسو خونديتوب زموږ لومړيتوب دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس د زرګرانو اتحادیې استازو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

 

د خپلو خبرو په پای کې د رياست الوزرا د دفتر عمومي رئيس وويل، سراسري امنيت تامين شوی او وخت رسېدلی چې پانګه وال او سوداګر په کور دننه په پانګونې سره هيوادوالو ته کاري زمينه مساعده او د اقتصاد په وده کې رول ولوبوي.

Leave a reply