د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر دولت بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره کتلي او پر روان وضعیت یې خبرې اترې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر دولت بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره کتلي او پر روان وضعیت یې خبرې اترې کړي.
2 اګست چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق القحطاني د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
خبر زیاتوي چې په یاده کتنه کې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او تجارتي موضوعاتو او همدا راز د دواړو هیوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وشوې.
ښاغلي قحطاني د افغانستان شته وضعیت د ډاډ وړ وباله چې په وینا یې سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل ته راوړاندې شي او شته فرصتونه ضایع نه کړي.
اړوند موضوعات
د بهرنیو چارو وزیر قطر کې میشت د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو سفیرانو او استازو سره کتلي.
دواړو لوریو د افغانستان په مورد د هر اړخیزو همکاریو تداوم او پراختیا اړینه وبلله.






