د بهرنیو چارو وزیر قطر کې میشت د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو سفیرانو او استازو سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزیر قطر کې میشت د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو سفیرانو او استازو سره کتلي.
1 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي په قطر کې میشتو د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره وکتل.
په دې ناسته کې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، جنوبي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هیوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.
یاده ناسته کې سرپرست وزیر د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسي نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
ورپسې د افغانستان د سرې میاشتې معاون ملا نور الدین ترابې هم په خپل وار د سرې میاشتې د فعالیتونو او همدا راز د یوه مستقل ارګان په حیث پر هغو ضرورتونو رڼا واچوله چې سره میاشت په نیژدې راتلونکې کې ورته اړتیا لري.
په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزارت د خزائنو عمومي رئیس نصرت الله محمود د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه د واقعیتونو او ارقامو په رڼا کې معلومات ارائه کړل.
همداسي د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رئیس محمد عباس سامح هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکتور کې د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د مختلفو هیوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې دغه نمایندګۍ ددې پر ځای چې د لیري څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نیژدې مشاهده کړي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت لوړپوړي پلاوي قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي او مل پلاوي سره خبرې اترې کړي.
د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار وکړ.






