د افغان دولت لوړپوړي پلاوي قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي او مل پلاوي سره خبرې اترې کړي.

0
177

د افغان دولت لوړپوړي پلاوي قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي او مل پلاوي سره خبرې اترې کړي.

1 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشري وفد چي د ماليې وزارت او د افغانستان بانک پر استازو سربېره په قطر کې د افغانستان سفارت او سياسي دفتر مسئولینو هم ګډون درلود، د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره د مختلفو ادارو پنځلس کسيز لوړ رتبه پلاوي سره دوه ورځې پر لپسې د اجتماعي او بېلابېلو تخنیکي کمېټو په سطحه خبرې وکړې.

 

د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کي د عملي قدمونو اخيستلو، تورو لستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو،مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې.

 

د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار وکړ چي د اعتماد جوړونې لپاره مهمه ده چي تور او جايزه لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي تر څو افغانان د بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.په بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کي د قونسلي خدماتو رسيدل هم مهم موضوعات وو چې بحث ورباندې وشو.

اړوند موضوعات

نشست قطر؛ دولت موقت خواستار رفع تحریم ها شده است

 

دا چي د افغانستان پر بانکونو زیاتره محدودیتونه لیري شوي او معاملات ورته اسانه شوي یو مثبت پرمختګ وبلل شو.‏همدارنګه دواړو لوریو د دا ډول ناستو، تفاهم او تعامل په دوام ټینګار وکړ.

Leave a reply