د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال قطر هیواد ته د بشري مرستو د جلب په موخه سفر ترسره کړی.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/08/20230801_205108-756x613.jpg)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال قطر هیواد ته د بشري مرستو د جلب په موخه سفر ترسره کړی.
1 اګست سه شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي د یو شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر ولاړ.
نوموړی به ددې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خیریه بنسټونو له استازو سره لیدنې وکړي.
اړوند موضوعات
د یاد سفر پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانستان د وګړو بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړي.